تازه خبرونه

د هلمند د نادعلي په زندان کې ولسي وګړي او امنيتي سرتېري په نښه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کې د بې پيلوته الوتکې په بريد کې  د زندان ولسي وګړي اوامنيتي سرتېري په نښه شوي دي.

دغه بريد د پنجشنبې په ورځ مازيګر مهال د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې شوی، چې چارواكو په نښه شوی ځاى د وسلوالو طالبانو يو مهم مركز بللى و.

د دغې پېښې يو شمېر مړي او ټپيان لښکرګاه ښارته راوړل شوي، چې په اړه يې د آریانا نیوز سیمه ییز خبریال نعمت الله زهیروایي:

د ملي اردو ټپي سرتېري محمد نبي، چې د تخارولايت اصلي اوسيدونکی دی په ډاګه کوي؛ يوه مياشت وړاندې په نادعلي کې وسلوالو طالبانو له شپږ نورو ملګرو سره نيولی و او د وسلوالو طالبانو په يوه زندان کې ساتل کيده، چې دا زندان په يوه هوايي بريد کې په نښه شو.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو د څلورمې لوا د دريم کنډک دغه سرتېری زیاتوي، په دې زندان کې ۷ د ملي اردوسرتېري،۱۱ پوليس او ۸ ملکي وګړي د ۸ وسلوالو طالبانو لخوا ساتل کيدل، چې  ټول د دې بريد ښکارشول.

د هلمند د ولايتي شورا غړی ګل آغا مسلم وايي؛ په دې بريد کې د وسلوالو طالبانو زندان په نښه شوی، چې ډېرزيان يې ملکي وګړیو او هغو سرتېرو ته اړول شوی، چې په دې زندان کې ساتل کيدل.

بل لور ته د هلمند چارواکي څرګندوي؛ دوی په دې بريد کې د وسلوالو طالبانو يو مهم مرکز په نښه کړی، چې د يوقومندان په ګډون ۲۴ وسلوال طالبان وژل شوي؛ خو د ملي اردو د سرتېرو د مرګ و ژوبلې په اړه څه نه وايي.

بهرني ځواکونه او ملکي مرګ و ژوبله نه مني او وایي په برید کې د طالبانو ستر مرکز په نښه شوی دی.

 وسلوال طالبان  وايي، چې د بې پيلوته الوتکې په بريد کې د دوی يو زندان په نښه شوی، چې په کې ۲۲ دولتي سرتېري او درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version