تازه خبرونه
د هلمند د ناوې ولسوالۍ لار له وسلوالو پاکه شوه- چارواکي
د هلمند امنیه قومندان ولي جان سرحدي ویلي، چې د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د دې ولایت د ناوې ولسوالۍ سړک په بشپړه توګه له وسلوالو پاک شو او اوس خلک کولی شي ډاډمن سفر وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له وسلوالو مخالفانو څخه د ناوې ولسوالۍ د پاکولو ګډ عملیات پیل شوي او تر هغې به روان وي، چې دا ولسوالي پوره ترې پاکه شوې نه وي.
ولي جان سرحدي په ډاګه کړې، په هلمند ولایت کې وضعیت ښه دی او افغان ځواکونه وتوانیدل، چې ناوې ولسوالۍ ته ورغلې عامه لار خلکو ته خلاصه کړي او دښمن ته درنده مرګ و ژوبله واړوي.
سرحدي وایي: په دې عملیاتو کې لږ تر لږه د مخالفانو د سیمه ییزو قومندانان هر یو ملا قاسم، ملا ابراهیم ، ملا روزي، ملا عبدالسلام او ملا محمد نبي په ګډون ۱۶۰ وسلوال وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي، چې مهمات او وسلې یې هم د ملي ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.
هغه زیاته کړې؛ د عملیاتو په بهیر کې افغان ځواکونو وکولی شول، چې د لارې په اوږدو کې شاوخوا ۲۰۰ ماینونه کشف او شنډ کړي.
د سرحدي د ټینګار له مخې؛ دښمنانو عامه سړک ته سخت زیان اړولی او عامو خلکو ته یې اجازه نه ورکوله، چې سمه ګټه ترې پورته کړي.
هغه د هلمند ولایت په ټولو برخو کې د دښمن د ځپلو ژمنه کړې او اجازه به ورنکړي، چې وسلوالې هڅې تر سره کړي.
هغه وایي؛ په پام کې ده، چې ډېر ژر د دې ولایت د بولان، چانجیراو نادعلي په ولسوالیو کې هم چاڼیز عملیات پیل کړي.
