تازه خبرونه

د هلمند د پوهنې په سکتورکې فساد اوج ته رسيدلی-حیات الله حیات

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند والي له هغې وروسته د پوهنې په برخه کې له فساده پرده پورته کړه، چې د روان کال په لړ کې ۵۲ نورښوونځي هم د ناامنيوله کبله د زدکوونکیو پرمخ وتړل شول او د ۲۶ ښوونځيو ودانۍ يا ويجاړې او يا هم چورشوې.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي؛ د پوهنې رياست په جوړښت کې پراخه فساد د دې لامل شوی، چې د پوهنې پر کيفيت منفي اغېزوکړي او له کبله یې اړوند مامورين ونه شي کړای په سمه توګه خپلو دندو ته ځانونه ورسوي.

هغه زیاتوي؛ په تېرو څلور مياشتو کې ۱۳ مکتوبونه، چې د اړوند وزارت لخوا نالوستو او يا هم  په فساد ککړو کسانو ته د واسطې او نورو اړيکو پربنسټ ورکړشوي رد کړل؛ خو دا لړۍ اوس هم روانه ده.

هغه ژمنه کوي، چې د نورو ادارو ترڅنګ به په دې اداره کې هم پوره اصلاحات راولي.

د ولايتي شورا رییس محمد کريم اتل بيا په دې برخه کې د پوهنې رياست او وزارت دواړه ګرم بولي او وايي، چې همدغو ستونزو د هلمند د پوهنې کيفيت کلونه کلونه شاته غورځولی دی.

د پوهنې رياست سرپرست  سردارمحمد صميم هم  په دې اداره کې فساد نه ردوي؛ خو وايي، په دې لړۍ کې د هلمند هغه مشران ښکېل دي، چې په کابل کې د هلمند د خلکو مشري او استازيتوب کوي.

هغه زیاتوي، چې وزارت داسې کسانوته مکتوبونه ورکوي، چې پوره زدکړې او وړتیا نه لري.

هغه په بشپړ ټینګار په ډاګه کړه؛ د پخوا په پرتله اوس په دې اداره کې فساد کم شوی، چې لامل يې د هلمند والي ځانګړې پاملرنه ده.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version