سیمه ییز خبرونه
د هلمند له سنگين ولسوالۍ څخه وسله وال طالبان د تيښتې هڅې كوي
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردوقوماندان جنرال سيد ملوك وايي، چې په جگړه كې د تېرو درې ورځو په اوږدوكې له۵۰ ډېرو وسله وال طالبان وژل شوي او په همدې شمېر ټپيان هم دي.
د نوموړي په وينا، د دوى لوري ته هم مرگ و ژوبله اوښتې؛ خو په دومره كچه نه ده لكه وسله وال طالبان يې، چې ادعاوې كوي.
د سيدملوك په خبره، اوسمهال د دوى ځواكونه د پرمختگ په حال كې دي، چې ځينې سيمې يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه خلاصې كړي او په كې امنيتي پوستې ځاى پرځاى شوې دي.
د هلمند د امنيه قوماندانى د امنيت آمر پاسوال جمعه گل همت وايي، چې په اوسنۍ جگړه كې وسله وال طالبان له ماتې سره مخ شوي او پلان لرو، چې د سنگين په گرماب، ساروان كلا او آذان سيمو كې نور عمليات په لاره واچول شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د هلمند چارواكي وايي وسله وال طالبان؛ ځكه په سنگين كې د جگړې هڅې كوي، چې د افغانستان شمال سيمونو ته د نيشه يي توكو د قاچاق لاره خلاصه كړي.
په هلمند ولايت كې د امنيتي چارواكو په وينا پر وسله والو طالبانو جنگي امكاناتو ته د لاسرسي لارې بندې شوي او له همدې كبله اوسمهال له نوموړې ولسوالى څخه د تيښتې او وتلو هڅې كوي.
په نوموړې ولسوالۍ كې د شاوخوا تېرو درې اوونيو راپديخوا وسله وال طالبان او دولتي ځواكونه په جگړه كې ښكيل دي.