تازه خبرونه

د هلمند نادعلي ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۸, ۱۳۹۹

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال په ګډون لږ تر لږه ۳۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا شاولي د لشکرګاه – نادعلي په اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې وژل شوی دی.

دغه راز د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو لخوا نادعلي ولسوالۍ  ته نومول شوی ولسوال ملا شاولي د افغان ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوی دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ شاولي د هلمند په یو شمېر سیمو کې د افغان ځواکونو په وړاندې د جګړې رهبري هم کړې وه.

د اعلامیې له مخې: هوایي ځواکونو نن په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو یو پټنځای په نښه کړ، چې ملا شاه ولي یې وژلی دی. نوموړي د چاه انجير او باباجي په اړوند سیمو کې د طالبانو رهبري کوله او له خپلو درې جنګیالیو سره ووژل شول.

طالبانو تر دې دمه د ملاشاولي د مرګ په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version