سیمه ییز خبرونه

د هلمند ولايت د سنگين ولسوالۍ لارې ناامنه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايت د سنگين ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، چې:

كه څه هم د لارې د ساتنې لپاره د عامه نظم پوليس ځاى په ځاى شوي، خو لاره ناامنه او وسلوال مخالفين بريدونه كوي.

دوى وايي، چې په دې ولسوالۍ كې د وسلوالو مخالفينو په ډزو كې يوه ماشومه او يوه ميرمن ووژل شول.

د سنگين ولسوالۍ اوسيدونكيو د شنبې په ورځ(د وري۳) د وژل شويو كسانو مړي د اعتراض په توگه د هلمند ولايت مقام مخې ته راوړل او خبريالانو ته يې وويل، چې:

په رڼا ورځ وسلوال طالبان په داسې ساحه كې سړك ته را پورته شول، چې شاوخوا يې د عامه نظم د پوليسو پوستې هم ځاى په ځاى شوي.

دوى وايي، چې :

د وسلوالو  په ډزو كې يوه د كم عمرنجلۍ او د هغې مور، چې  لښكرگاه ته د خپل پلاركورته تلل ووژل شول.

د دوى په وينا، په نوموړې لويه لار د عامه نظم پوليس يوازې د خپل ځان ساتنه كوي. كه د دې لار امنيت نورو امنيتي ځواكونو او يا هم د سيمې اوسيدونكيو ته وركړ شي؛ ښايي هغه مرگ و ژوبله، چې هره ورځ په نوموړې لار رامنځته كيږي څه نا څه لږ شي.

د هلمند ولايت د مقام د دفتر رييس محمد لعل احمدي د دې پېښې پخلى كوي او وايي، چې د نوموړې لارې د خونديتوب لپاره به د يوه منظم پلان د جوړيدو لپاره له امنيتي مسوولينو سره سلا مشورې وكړي.

دغه لويه لار، چې د هرات كندهار له لويې لار څخه جلاشوې تر سنگين ولسوالى پورې شاوخوا ۶۰ كيلومتره اوږدوالى لري او كابو هره ورځ د امنيتي  پېښوشاهده وي.

Trending

Exit mobile version