سیمه ییز خبرونه

د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالي له امنيتي گواښونوسره مخ ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نوزاد ولسوال او د دې ولسوالۍ يو شمېرقومي مشران وايي:

كه د دې ولسوالۍ د خونديتوب او ښه امنيت لپاره پوره امنيتي ځواكونه ځاى په ځاى نشي؛ نه يوازې به له غټوامنيتي ننگونوسره مخ شو، بلكې دا ولسوالي به په بشپړډول د وسله والو طالبانوپه ولكه كې راشي.

د دوى په وينا، دا مهال دولتي واك يوازې د دې ولسوالى د مركز په ځينو سيمو كې شتون لري، ليرې پرتې او كليوالي سيمې د وسله والو طالبانو په ولكه كې دي، چې له همدې امله ياده ولسوالي له جدي امنيتي گواښونوسره مخ ده.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگارپه نوزاد ولسوالى كې ځينې امنيتي ستونزې په ځاى بولي اووايي، چې :

هرې ولسوالى ته، چې ورشئ مشكلات لري. دا مشكلات، چې ډېرشي هر سړى فكر كوي، چې له ما سره ډېرظلم شوى دى؛ خو موږ به له دې مشكلاتو سره مبارزه كوو، ځكه ژوند ټول له مشكلاتوسره مخ ته ځي.

هغه وايي، چې نوموړې ولسوالي مو له نږدې ليدلې ده؛ يو لړ امنيتي ننگونې، چې د ښه امنيت لپاره يې له نوروامنيتي ځواكونوسره پر يو گډ امنيتي پلان كارپيل شوى دى.

د سيمې د اوسيدونكيو په وينا، چې د دې ولسوالۍ ناامني نه يوازې د هلمند موسى كلا، گرشك او واشير ولسواليو ته گواښ دى، بلكې د غور ولايت لپاره هم امنيتي گواښونه رامنځته كولى شي.

Trending

Exit mobile version