سیمه ییز خبرونه
د هلمند ولايت په دوه پْښوكې ۱۳ كسانوته مرگ و ژوبله واوښته
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، چې د پنجشنبې په ورځ(د كب ۲۲) سهار شاوخوا ۷ بجې د گرشك ولسوالۍ په ده آدم خان سيمه كې د ملكي وگړيو پرموټرد ماين چاودنه رامنځته شوې، چې په كې درى تنه ملكي وگړي ځاى په ځاى وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، بل لورته په همدې ورځ وسله والوطالبانود سنگين ولسوالۍ په بابافقيرسيمه كې د پوليسو پرامنيتي پوسته وسله وال بريد كړى، چې د پوليسو په ځوابي بريد كې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي:
په دې ډله كې د ملا ولي جان په نامه د وسله والو طالبانو قوماندان هم شامل دى، چې مړى يې پوليسوله يو ميل وسلې سره ترلاسه كړى دى.
چوپان زياتوي، په دې پېښه كې پوليسو ته كوم زيان نه دى اوښتى؛ خو وسله والو طالبانو په دې اړه تردې دمه څه نه دي ويلي.