تازه خبرونه
د هلمند ولایت د باسشن پر پوځي اډه جگړه روانه ده
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
تېره شپه د ۹ بجو په شاوخوا کې د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو د باسشن پر پوځي اډه ډله ییز برید کړی دی.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي:
لومړی یو برید کوونکي د دې اډې پر ختیځې دروازې خپل چاودیدونکي توکي وچول او بیا د دوی نور کسان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول.
د ښاغلي عمر ځواک په وینا؛ نښته تر نن سهاره روانه ده او په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.
د والي ویاند زیاتوي، په دې نښته کې د ملي اردو درې سرتېري ټپیان شوي؛ خو څلور بریدگر یې له پښو غورځولي دي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی او وایي، چې ملي اردو ته یې درنده زیانونه اړولي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه اډه څه موده وړاندې له بهرنیانو څخه ملي اردو ته سپارل شوې ده.