تازه خبرونه
د هلمند ولایت د برښنا شركت په عوايدو كې ډېروالى راغلى
په هلمند كې د برښنا شركت مسوول نصرت الله قانع وايي،كه څه هم تراوسه هم ډېرې دولتي ادارې د دوى ۱۲۰ ميليون افغانۍ پوره وړي دي؛ خو بيا هم په روان كال كې ۲۶۶ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه شوي، چې د تېركال په پرتله ۳۵ سلنه لوړوالى ښيي.
هغه زیاتوي، اوس په کجکي کې د درېيم توربين د نصب چارې هم روانې دي؛ خو کاريې دومره گړندی نه دی لکه څنگه يې، چې تمه کیده.
د هلمند د ترانسپورت رييس عبدالغفورتوخیوايي،د تېرو سل ورځو په اوږدو کې شپږ نيم میليون افغانۍ عوايد په لاس راوړي او د دې ترڅنگ يې په ځينو سيمو کې د ناقانونه پیسو د اخيستلومخه هم نیولې ده.
د يادو چارواکو په خبره که، څه هم په تېرو سل ورځو کې ناامنۍ ډېرې شوې؛ خو د پر چارو يې د پام وړمنفي اغېزه نه دی کړې او هڅه دا ده، چې په راتلونکي کې عوايد نورهم لوړشي.
خبریال: نعمت الله زهير.