تازه خبرونه
د هلمند ولایت پر امنیه قومندانۍ د ځانمرگي برید مخه ونیول شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هغه خبر پاڼه کې، چې دغه ریاست خپره کړې راغلي؛ یو برید کوونکي، چې غوښتل یې د دې ولایت امنیتي ځواکونه تر خپل برید لاندې راولي، ونیول شو.
خبرپاڼې په ډاگه کړې، چې نیول شوی کس محمد موسی نومیږي او د طالبانو له خوا ځانمرگي بریدونو او ترهگریزو هڅو ته روزل شوی و.
ملي امنیت زیاتوي؛ محمد موسی نومي، چې چاودیدونکي توکي یې په پوځي خولۍ کې ځای په ځای کړي وه؛ غوښتل امنیه قومندانۍ ته ننوځي او ځانمرگی برید تر سره کړي، خو ونیول شو.
دغه راز په خبرپاڼه کې په ډاگه شوې؛ نیول شوي کس منلې، چې په دې ولایت کې د پولیسو پر یو موتر او دوه نورو پېښو په بریدونو کې هم ښکېل و.