سیمه ییز خبرونه

د هلمند پر ګرمسیر ولسوالۍ د طالبانو ډله ییز برید پر شا وتمبول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند  ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو تېره شپه پر ګرمسیر ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ؛ خو افغان ځواکونو دغه برید پر شا وتمباوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې شپاړس طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

ویل کیږي، چې افغان ځواکونو ته هم په دې جګړه کې زیان اوښتی؛ خو تر اوسه یې د تلفاتو بشپړ شمېر نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند خلک له لښکرګاه پرته د ټول هلمند امنیتي حالت د اندېښنې وړ ښيي.

Trending

Exit mobile version