تازه خبرونه

د هلمند په امنيه قوماندانۍ كې د ريزرف قطعه بيا فعاله شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركان حرب عبدالقيوم باقي زوى وايي، چې په د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ په تشكيل كې له وړاندې څخه د ريزرف قطعه موجوده وه او يوازې يې له لس ډېر كسان درلودل، چې نه يې شوكولى د اړتيا پرمهال ستونزوته د پاى ټكى كښيږدي.

هغه وايي، نوموړې قطعه يو ځل بيا فعاله شوه، چې ټول په كې د پوليسو او افسرانو په گډون شاوخوا ۷۱۰ كسان شته او كولى شي په هر ډول حالاتو كې له نورو امنيتي ځواكونو سره مرستې ته په بېړنيو حالاتو كې ورودانگي.

د نوموړي په وينا، دا مهال د پوليسو په ليكو كې د ځينو نيمگړتياوو د له منځه وړلو لپاره پوره كارپيل شوى، چې په نږدې راتلونكي كې له هر ډول فساد څخه خوندي پوليس د هلمند اوسيدونكيو ته وړاندې كړي.

هغه د هلمند اوسيدونكيو ته ډاډ وركوي، چې دا مهال د هلمند په مركزي سيمو كې په پوره توگه امنيت خوندي كړي او په هغو سيمو كې، چې امنيتي ستونزې لري هم د وخت په تېريدو له امنيت څخه برخمنې شي.

دا په داسې حال كې ده، چې دا مهال د هلمند له ټولو سيمو څخه بهرني ځواكونه شوراب پوځي اډې ته راټول شوي او د دې ولايت امنيتي چارې يوازې د افغان ځواكونو لخوا سمباليږي.

Trending

Exit mobile version