سیمه ییز خبرونه

د هلمند په ديشو او باغران ولسواليو كې چاڼيزعمليات پيل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند ولايت په ديشو او باغران ولسواليو كې د امنيتي ساحې د پراختيا په موخه چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

د هلمند والي مرستيال احمد مسعود بختور وايي، چې:

له ديشواو باغران ولسواليو پرته د دې ولايت ۱۲ ولسوالۍ د دولت په ولكه كې دي، چې نه يوازې امنيت په كې ټينگ دى، بلكې د ښې حكومتولۍ چارې يې هم سمې روانې دي او د دې ترڅنگ د راتلونكيو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته هم ډاډمنه زمينه برابره شوې ده.

هغه په ډاگه كړه، چې دا مهال په ديشو ولسوالۍ كې د گډو امنيتي ځواكونو لخوا چاڼيز عمليات دوام لري، چې په دې ولسوالۍ كې به هم د پورته يادو چارو د ترسره كولو لپاره خنډونه له لارې ليرې شي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواكونه اوسمهال په خواجه عليا او خواجه سفلى كې ځاى په ځاى او عمليات روان دي.

نوموړى زياتوي، چې كيداى شي په باغران كې به د جغرافياوي موقعت له مخې څه نا څه ستونزې ولرو.

نوموړي په ډاگه كړه، چې د باغران ولسوالۍ امنيتي ستونزې به هم پخپل وخت په يو منظم پلان ليرې شي او په بشپړ ډول به تر دولتي حاكميت لاندې راشي.

ديشود د لښكرگاه د لويديځ په شاوخوا ۲۵۰ كيلومترۍ كې له پاكستان سره په گډه پوله پرته سرحدي ولسوالي ده، چې نه يوازې په كې د دولت د وسله والو مخالفينو شتون په پراخه توگه ترسترگوكيږي، بلكې د نشه يي توكو د قاچاق او كار و بار لوى مركزهم دى.

Trending

Exit mobile version