سیمه ییز خبرونه
د هلمند په سرحدي سيمو كې طالبان او قاچاق وړونكي په گده ناامنيو ته لمن وهي
د هلمند ولايت د شپږم سرحدي زون مسوولين وايي، چې د وسلوالو ډلو د له منځه وړلو په موخه يې پراخ چاڼيزعمليات پيل كړي ول، چې د دوشنبې په ورځ(د تلې ۸) پاى ته ورسيدل.
په هلمند كې د شپږم سرحدي زون د اركان رييس سمونوال حميدالله صديقي وايي، چې ياد شل ورځني عمليات د گرمسيراو خانشين ولسواليو په اړوند سيمو كې د وسله والو طالبانو او قاچاق وړونكيو د ځپلو په موخه په لاره اچوي ول، چې په لړ كې يې د يادو ولسواليو ډېرى سيمې د وسله والو له شتون څخه خلاصې شوې دي.
هغه وايي، چې په دې عملياتو كې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي شپږ تنه ټپيان او۸۰ كړۍ ماينونه هم د دوى ځواكونو شنډ كړي دي.
صديقي وايي:
دا قاچاقچيان دي، چې طالبان تمويلوي او دا طالبان دي، چې د قاچاق وړونكوامنيت ساتي. دوى داوړه ډلې هڅه كوي، چې په سيمه كې ناامني رامنځته كړي.
د نوموړي په وينا، په سرحدي سيمو كې وسله وال طالبان او د نشه يي توكو قاچاق وړونكي په گډه د ناامنيود رامنځته كولو هڅې كوي، چې په دې لړ كې يې پراخه تبليغات په لاره اچولي، چې گواكې دولت د دې توان نه لري، چې د دوى مخه ونيسي.
صديقي زياتوي، چې د عملياتو پرمهال دوى ته كومه مرگ و ژوبله نه ده اوښتې او د ماينونو او وسله والو طالبانو د پټنځايونو په ښودلو كې خلكو ورسره اتيا سلنه همكاري كړې ده.