سیمه ییز خبرونه
د هلمند په سرحدي سيمو كې په پراخه كچه كوكناركرل شوي دي
په هلمند كې د پوليسود شپږم سرحدي زون د كشف مديرسمونمل عبدالاحمد احمدي وايي، چې:
له پاكستان سره په گاونډ كې د گډې پولې هغه سيمې، چې يا په بشپړه توگه د وسله والو ډلو په ولكه كې دي او يا يې هم فعاليتونه په كې ډېر دي په پراخه كچه كوكناركرل شوي دي.
هغه زياتوي:
په يادو سيمو كې؛ ځكه د كوكنارو د كركيلې كچه لوړه ده، چې وسله والې ډلې ټولې مالي چارې د همدې نشه يي توكو له كار و بارڅخه سمبالوي او په پوره توگه يې له كركيلې هم دفاع كوي.
د نوموړي په وينا، په هغو سرحدي سيمو كې، چې سرحدي پوليس ځاى په ځاى شوي د نشه يي توكو په وړاندې يې مبارزه روانه ساتل شوې، چې په دې لړ كې د جمعې په ورځ هم د دوى ځواكونو د پټو معلوماتو پر بنسټ د خانشين د سرې كلا په سيمه كې څه كم ۳۰ كيلوگرامه هيرويين، چې په يوه موټركې ځاى په ځاى كړاى شوي ول له يو تورن كس سره نيولي دي.
احمدي وايي، چې قاچاق وړونكيو ياد شوي توكي د كډې په يوموټركې ځاى په ځاى كړي ول او غوښتل يې، چې پولې ته يې وليږدوي؛ خو د امنيتي ځواكونو لخوا ونيول شول او اړوند ارگانونوته سپارل شوي دي.