تازه خبرونه

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې عامو وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۹, ۱۳۹۹)

له سیمي څخه را رسیدلي معلومات ښيي، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو لخوا پر توغول شویو هاوانونو ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټبیان دي .

یوه امنیتي سرچینه، چي نه غواړي نوم یې خپور شي وایي؛ له دې سیمي څخه وسلوالو طالبانو پر ملي اردو برید کړی و. بیا وروسته د ملي اردو لخوا پرې هاوانونه وتوغول شول، چي د ملکي خلکو پر کورونو لګیدلي او یاده مرګ و ژوبله یې اړولې ده .

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ نن سهار شاوخوا نهه بجې د سنګين ولسوالۍ زوړ بازار سيمه کې پر دوديز ميله بازار د دښمن لخوا لومړی څلور توغنديز بريدونه شوي ورپسې همدلته موټربم  چاودنه کړې، چې په کې د ولسي سرچينو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ دوه وسلوال طالبان وژل شوي، ۲۳ تنه ملکي وګړيو خوږ ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۱۵ نور عام وګړي زخميان دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په میله بازار کې د طالبانو له لوري د ۲ چاودنو له کبله، ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او څه باندې ۱۵ نور ټپیان او د هېوادوالو زیاد شمېر څاروي له منځه تلي دي.

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين ددې پيښې له خبريدو سره سم امنيتي او کشفي ادارو ته د څرنګوالي او څيړنې امر کړی چي په اړه به يې معلومات وروسته خپاره شي.

دا په داسې حاکې ده، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو غوښتي، چې د پېښې د واقعیت معلومولو او ورڅخه د دقیق راپور جوړولو لپاره سبا د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته راشي؛ هر څه له نږدې وګوري، چې بیا د داسې بدو پېښو مخنیوی وشي.

Trending

Exit mobile version