سیمه ییز خبرونه

د هلمند په سنگين كې د طالبانو په وړاندې عمليات روان دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په دې ولايت كې امنيتي مسوولين وايي، چې د هلمند ولايت د سنگين ولسوالۍ په ساروان كلا سيمه كې له تېرې اوونى راپديخوا د پوليسو او ملي اردو لخوا عمليات پيل شوي چې يو شمېر سيمې يې د وسله والومخالفينو له شتون څخه خلاصې كړې دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگار وايي، چې:

د سنگين ولسوالۍ په ساروان كلا سيمه كې تر دې دمه د ملي اردو، د عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو لخوا چاڼيزعمليات دوام لري، چې په كې ۲۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او۴۰ تنه نورټپيان شوي دي.

هغه وايي، چې په دې عملياتو كې د ساروان كلا ځينې سيمې هم د وسله والو مخالفينو له شتون څخه خلاصې شوي او امنيتي ځواكونه په لوړمورال ياده جګړه پرمخ بيايي.

د هلمند والي وياند عمرځواك وايي، چې د پنجشنبې په ورځ(د وږي ۱۴) وسله والو طالبانو د ساروان كلا د گرم آب په سيمه كې يو ښوونكى او يو ملكي كس په ډزو وژلي دي.

د عامه نظم د اوومې لوا قوماندان سمونوال غلام سخي غفوري وايي، چې وسله وال مخالفين د خلكو له كورونو او عامو سيمو بريدونه كوي.

په ساروان كلا كې د ملي اردو يو افسر بريد جنرال زمرى وايي، چې د بهرنيو ځواكونو له همكارۍ پرته مو په خپلواكه توگه عمليات پرمخ  وړو؛ خو تر دې مهاله  له كومې ننگونې سره نه يو مخ شوي.

د يادونې وړده، چې د سنگين له ساروان كلا څخه له تېرو شپږ مياشتو راپديخوا د ناامنيو راپورونه خپريږي، چې ښكيلې خواوې يو بل ته د درندې  مرگ و ژوبلې د اړولو ادعاوې كوي.

Trending

Exit mobile version