سیمه ییز خبرونه
د هلمند په سنگين ولسوالى كې جگړود پوهنې د بهيرمخه ډب كړې ده
د سنگين ولسوالۍ د پوهنې مسوولين او چارواكي وايي، چې تېرې يوې مياشتينۍ جگړې نه يوازې په دې ولسوالۍ كې د ۵ ښوونځيو دروازې د زده كوونكيوپرمخ تړلې، بلكې د نورو۱۴ ښوونځيوښوونكي هم د وسله والومخالفينو له گواښونو سره مخ دي، چې له كبله يې په دې ولسوالۍ كې د پوهنې بهيرټكنى كړى دى.
د سنگين ولسوالۍ د پوهنې مديرحاجي احمد وايي، چې په دې ولسوالۍ كې ۱۷ ښوونځي فعاله ول، چې اوس مهال يې ۵ ښوونځي د زده كوونكيوپرمخ تړلي پاتې دي.
د سنگين ولسوال حبيب الله شملانى هم په دې ولسوالۍ كې يادې شوې ستونزې نه ردوي او وايي، چې د امنيت له ټينگښت وروسته به د ښوونځيو په پرانيستلو او په پښو درولو په برخه كې هڅې ترسره كړي.
بل لورته د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر وايي، چې په ځينو سيموكې د پوهنې د بهير په وړاندې ستونزې شته؛ خو دوى يې د حل لپاره په هلوځلو بوخت دي.
په هلمند له تېرو څو كلونو د زده كړې بهير ټكنې روان دى او ډېرو سيمو ته د پوهنې چارواكي لاسرسى نه لري.