تازه خبرونه

د هلمند په سنگين ولسوالۍ کې ۶۰ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نوموړې ولسوالۍ کې د ۲۱۵ميوند قول اردود دوهمې لوا قوماندان جنرال عبدالودود نجرابي وايي چې وسله والومخالفينوته یاده شوې مرګ ژوبله د چهارشنبې د ورځې له غرمې وروسته بيا ترنن پورې په مخامخ نښتواوهمدا رازد کورنيواوبهرنيوځواکونوپه هوايي بريدونوکې اوښتې چې په دې لړکې ۴۰نورټپيان شوي هم دي. هغه وايي چې دوه ځله مخالف لوري د ولسوالۍ اړوند ودانيوسخت بريدونه وکړل خود دوی له کلک مقاومت سره مخ شوي چې په پايله کې يې له وسله والومخالفينوڅخه ددې ولسوالۍ بازارهم نيول شوی اوتراوسه پورې بيا له کومې غټې ننګونې سره نه دي مخ شوي.

د نوموړي په وينا،چې د پنجشنبې د شپې په لړکې دری ځله کوماندوځواکونوهم چاپې وهلې اودوی ته هم په بشپړه توگه مهمات او خوراکي توکي رسول شوي دي.

هغه د ځینورسنيو خبرونه، چې گواکې سنگين ولسوالي وسلوالو طالبانو نيولې په کلکه رد کړل او دا یې دمخالفينو تبليغات وبلل.

 

Trending

Exit mobile version