تازه خبرونه

د هلمند په شمالي سيموكې دې د ټاكنو پرمهال له درغليو مخنيوى وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د شنبې په ورځ(د وري۹) په لښكرگاه كې د ټاكنو خپلواك كمسيون د ځايي چارواكو، مدني بنسټونو او فيفا د استازيو په گډون يوه خبري ناسته جوړه شوې وه.

په دې خبري ناسته كې د مدني بنسټونو استازيو وويل:

له فيفا سره مو په گډه د ټاكنو پرمهال له درغليو څخه د مخنيوي ځينې پلانونه جوړكړي؛ خو د دې ولايت په شمالي ولسواليوكې، چې امنيتي ستونزې ډېرې دي له درغليو اندېښمن يو.

د دوى په وينا، د نوماندانو د كمپاينونو پرمهال ځينو دولتي چارواكو له دولتي وسايلوڅخه د كمپاين لپاره گته پورته كړې، چې په دې برخه كې هم ښايي په ځينو سيمو كې دولتي چارواكي د ټاكنو پرمهال په درغليولاس پورې كړي.

په هلمند كې د ټاكنو خپلواك كمسيون ځايي چاروكى قدرت الله نقشبندي وايي، چې:

تردې مهاله مو له پېنځه زره څخه ډېرو ناظرينو ته كارتونه وركړي او هم مو له درغليو څخه د مخنيوي نور پلانونه جوړكړي دي.

هغه ډاډه دى، چې راروانې ټولټاكنې به په دې ولايت كې رڼې ترسره شي.

د نوموړي په وينا، دې ولايت ته ټول ۲۱۹ د رايې اچونې مركزونه وركړ شوي، چې ۱۴۷ يې فعال او يو شمېر يې تر امنيتي گواښونولاندې دي.

هغه وايي، چې له ټاكنو وړاندې به ټولو هغو ولسواليوته، چې امنيتي ستونزې په كې شتون نه لري او ورته د رايې اچونې مركزونه په پام كې نيول شوي، لوژيستيكي وسايل وليږل شي.

Trending

Exit mobile version