سیمه ییز خبرونه

د هلمند په شمالي ولسواليو كې د سولې رښتينې هڅې ترسره شوې نه دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند ولايت د سنگين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي وايي، نه يوازې په نوموړې ولسوالۍ كې د سولې لپاره رښتينې هڅې نه دي ترسره شوې، بلكې يوه ډله وسلوال، چې مشري يې ملا كريم الله كوي بېرته مخالف لوري ته اوښتي او اوسمهال عملا له دولت سره په جگړه كې ښكېل دي.

د دوى په وينا:

هغه ژمنې، چې د سولې شورا لخوا له دې ډلو سره شوې وې عملي شوي نه دي؛ نو له همدې كبله هغه كسان، چې په سنگين كې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي ول بېرته مخالف لوري ته اوښتي دي.

د دوى په وينا، كه په دې ولسوالۍ كې رښتيني گامونه پورته شي ډېري وسله والې ډلې به د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

بل لورته په هلمند كې د سولې د ولايتي كميتې مسوول عبدالباري فياض د سنگين د ټولنيزې شورا ياده شوې ادعا ترډېره په ځاى بولي او وايي، چې نه يوازې د هلمند په شمالي ولسواليو كې، بلكې په نورو برخو كې هم  وړهڅې نه دي ترسره شوي.

هغه وايي، چې د سولې د ټينگښت لپاره هڅې بايد ټول ولس ترسره كړي او دا پروسه د گوتو پر شمېركسانو نه پياوړې كيږي.

نوموړى هغه ادعا ردوي، چې گواكې د يوې ډلې مشرتابه بېرته په جگړه لاس پورې كړى او وايي هغه كسان، چې په سنگين كې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي اوس هم له دوى سره اړيكې لري او د دې ترڅنگ هغه پروژې، چې د دې كسانو لپاره ځانگړې شوې وې بوديجه يې د ټولنيزې شورا له لارې پر ځينو پرمختيايي پروژولگول شوې ده.

Trending

Exit mobile version