سیمه ییز خبرونه

د هلمند په كجكي كې د چاڼيزو عملياتو او پرمختيايي چارو د پيلولو غوښتنه كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند ولايت د كجكي ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، چې د كجكي ولسوالۍ په زمينداور سيمه كې يو ځل بيا وسلوال طالبان راټول شوي، چې د پرمختيايي چارو مخه يې ډب كړې او دوى يې له ستونزو سره مخ كړي دي.

د دغه  ولايت چارواكي وايي، چې ډېر ژر به دې ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.

د د دغو اوسيدونكيو په وينا، دا مهال د سيمې د امنيتي حالت پر لامل په كجكي ولسوالۍ كې پرمختيايي چارې ټكنى شوې دي.

په دې اړه د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي:

مونږ د مخالفينو په وړاندې عمليات ترهغې ځنډوو، چې د خبرو امكانات نه وي او د مذاكراتو دروازې وتړل شي. موږ ډېره هڅه كوو، چې د خپل وطن خلك د خبرو له لارې راضي كړو او افغاني طالبان بايد  بهرني طالبان له دې ځايه وباسي.

د نوموړي په وينا، كه خبرو مثبته پايله ورنه كړه؛ نو په پوځي عملياتو به لاس پورې كړي.

د هلمند والي الحاج محمد نعيم وايي، چې د شنبې په ورځ(د غويى۲۱) مو د دې ولسوالۍ  د امنيتي حالت او پرمختيايي چارو د څرنگوالي  په موخه سفردرلود، چې په نږدې راتلونكي كې به د كجكي ولسوالۍ د اوسيدونكيو ستونز ته د حل لارې چارې ولټول شي.

د نوموړي په وينا، نه يوازې به د كجكي او سنگين ترمنځ د سړك جوړولو چارې چټكې شي،  بلكې د كجكي نورو سيمو ته به هم  يو شمېر سړكونه په پاخه ډول جوړشي.

د كجكي ولسوالۍ په زمينداور سيمه كې راټول شوي وسلوال طالبان نه يوازې د هلمند، بلكې د روزگان او فراه ولايتونو په ځينو سيمو كې هم امنيتي گواښونه رامنځته كوي، چې دولت يې بايد په وړاندې كوټلي گامونه پورته كړي.

Trending

Exit mobile version