سیمه ییز خبرونه
د هلمند په لښكرگاه كې سلگونه كسانو ولايتي اداره په فساد تورنه كړه
د هلمند په لښكرگاه ښاركې د شنبې په ورځ(د وږي۹) سلگونه خلكو د اداري فساد په وړاندې لاريون وكړ.لاريونكوونكيو په ښاروالۍ تورولگاوه، چې په پټه يې دولتي او شخصي ځمكې وېشلې او پلورلې دي.
په همدې حال كې په نوموړې ورځ د ځايي ادارې او ښاروالۍ په ملاتړ يو بل لاريون ترسره شو او لومړى لاريون يې د يادو چارواكو په وړاندې يوه دسيسه وبلله.
لومړى لاريون د سهار په لس بجو د لښكرگاه ښار په كرزي لوبغالي كې د سلگونو اوسيدونكيو لخوا ترسره شو او په لښكرگاه ښاروالۍ او ځينو نورو ادارو يې تور ولگاوه، چې په پراخه كچه يې دولتي او ځينې شخصي ځمكې په پټه توگه پر ځينو اشخاصو او افرادو پلورلې او دا لړى اوس هم روانه ده.
د دوى په وينا، كه دولت د دې ستونزې مخه ونيسي لاريونونو ته به دوام وركړي او په راتلونكيو ټولټاكنو كې به گډون هم ونه كړي.
د لښكرگاه ښاروال محمد فاضل ساپى ياد تورونه بيځايه بولي او وايي، چې:
زما د دندې پرمهال نه دولتي او نه هم شخصي ملكيتونه پلورل شوي او په دې لاريون كې ځينې كړۍ لاس لري او د خپلوشخصي گټو لپاره يې خلك راپارولي دي.
په همدې ورځ بل لاريون، چې د ښاروالۍ او ولايتي ادارې په ملاتړ ترسره شو گډونوال يې وايي، چې:
له والي او ښاروال سره هيڅ ډول ستونزه نه لرو. ځينې كړۍ غواړي اداري فساد ته لاره اواره كړي او د چارواكو په ضد لاريونونه په لاره اچوي.
د يادونې وړ ده، چې د ولايت ادارې په دې اړه له څه ويلوډه ډه كړې ده.
به گفته وی در این تظاهرات برخی از حلقات دست دارند و بخاطر منافع شخصی شان مردم را تحریک می کنند.
همزمان با این، شمار دیگری به پیشتیبانی شهردار و اداره محلی راه پیمایی کردند.
شرکت کننده گان این راه پیمایی میگویند که آنها هیچ مشکلی با والی و شهردار ندارند و برخی از حلقات میخواهند که زمینه را برای فساد اداری هموار کنند و به این منظور بر خلاف این مقام ها راهپیمایی می کنند.