تازه خبرونه
د هلمند په لښکرګاه كې ماین چاودنې ۱۱ کسه وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هلمند كې ماین چاودنې يوولس کسه وژلي دي.
د هلمند والي وياند عمرځواك وايي،دا چاودنه نن له غرمې وروسته د لښكرګاه ښار په بولان سيمه كې رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي؛ يوې كورنې غوښتل، چې د جګړې له کبله له دې سيمې كډه وكړي، چې پر ريكشاه يې ماين چاودلی او د دې كورنې يوولس غړي ټول وژل شوي دي.
بولان د لښكرګاه ښارد درېيمې حوزې سيمه ده، چې له څلور ورځو را په ديخوا په كې وسلوال طالبان له امنيتي ځواكونو سره په جګړه كې ښكېل دي.