سیمه ییز خبرونه

د هلمند په مارجه كې د سيمه ييزو پوليسو د چټك غبرگون قطعه جوړه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مارجې ولسوالۍ چارواكي او قومي مشران وايي، چې:

دا  قطعه د خلكو د هغو اندېښنو د ليرې كولو په موخه جوړه شوې، چې ممكن د دې ولسوالۍ امنيت يو ځل بيا له ستونزو سره مخ شي.

دوى دا هم وايې، چې:

مارجه ولسوالۍ يوازې سيمه ييزو پوليسو له ترهگريزو گواښونو ژغورلې ده.

د مارجې ولسوال حبيب الله شملاني وايي، چې:

نوموړې ولسوالي د سيمه ييزو پوليسوپه مټ د امنيت له پلوه ډاډ منه او له نيشه يي توكوڅخه خلاصه شوه.

د نوموړي په وينا،اړينه وه، چې په كې د دې پوليسو لپاره ۳۸۱ كسيزه د چټك غبرگون قطعه جوړه شي.

دى وايي:

ياده شوې قطعه به د امنيت په ټينگښت او له نشه يي توكو سره د مبارزې په برخه كې خپلو هڅو ته  پراختيا وركوي.

مارجه د هلمند هغه ولسوالي ده، چې په كې شاوخوا څلور كاله وړاندې د زرگونو كورنيو او بهرنيو ځواكونو لخوا عمليات ترسره شول؛ خو د امنيت په ټينگښت كې يې سيمه ييزو پوليسو اغېزمن رول ولوباوه.

Trending

Exit mobile version