سیمه ییز خبرونه
د هلمند په مارجه كې سلگونه ميليون دالربيځايه لگول شوي
د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي او چارواكي وايي، چې:
په دې ولسوالى كې پر پرمختيايي پروژو پيسې بيځايه لگول شوې دي.
دوى سربېره پردې زياتوي، چې پلې شوې زياتره پروژې بې كيفيته دي او دولت دې د بيځايه پيسو د لگولو مخه ونيسي.
د مارجې ولسوال محمد فهيم موسى زى او اوسيدونكي په داسې حال كې د پروژو د ټيټ كيفيت او د پيسود بې ځايه لگښتونو په اړه خپله انديښنه څرگندوي، چې دوه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د امنيه كوماندانى وداني د لس ميليون امريكايي دالرو پرلگښت گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
موسى زى وايي، چې:
په تېرو درې كلونو كې د پرمختيايي پروژو په برخه كې پراخه فساد ترسره شوى او شاوخوا ۱۰۸ ميليون امريكايي دالر بيځايه لگول شوي دي.
له بلې خوا د دې ولسوالۍ قومي مشران هم وايي، چې:
په مارجه كې د پلي شويو پروژو كيفيت ټيټ دى او ښايي په لږ وخت كې بېرته له منځه ولاړې شي.
د دوى په وينا هغه پروژې، چې بايد پر لږ لگښت بشپړې شوې واى؛ د نه باور وړ پيسې پرې لگيدلي او زياتره پيسې شخصي جيبونوته لويدلې دي.
د هلمند امنيه كوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چې:
د مارجې ولسوالۍ پر امنيه كوماندانى د امريكا د ځواكونو لخوا لس ميليون امريكايي دالرلگول شوي او د جوړيدو چارې يې هم د يو بهرني شركت لخوا پرمخ وړل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې وړاندې هم د دې ولسوالۍ اوسيدونكيو د پرمختيايي پروژو د كيفيت د ټيټوالي په اړه اندېښنه په ډاگه كړې وه؛ خو تردې مهاله په دې برخه كې كوم مثبت گام نه دى پورته شوى.
