تازه خبرونه

د هلمند په مارجه کې نوې امنيتي پوستې د جوړیدو په حال کې دي- جنرال کینتوز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنيتي مسوولين وايي، چې د خنجرعملياتو لومړۍ مرحله پای ته رسيدلې او د دې عملياتو په دوه یم او درېيم پړاو کې به د مارجې د نورو سيمو تر څنګ د نادعلي او باباجي سيمې تر دولتي حاکميت لاندې راوستل کيږي، دوی همدا راز په يادوشويو سيمو کې ځمکني ماينونه د امنيتي ځواکونود پرمختګ په وړاندې لوی خنډ بولي.

د مارجې ولسوالۍ لويه لار، چې د بنديدو له کبله يې دا ولسوالۍ شاوخوا اته مياشتې ترمحاصرې لاندې وه، څو ورځې وړاندې د يادوشويوعملياتو په ترڅ کې خلاصه شوه.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال آقا نور کينتوز وايي، چې اوس په هغې ولسوالۍ کې امنيتي ساحه پراخه شوې هلته ميشت امنيتي سرتېري له محاصرې خلاص شوي اودوی دا مهال د امنيتي پوستو د ځای پرځای کولو ترڅنګ د مارجې په نوروسيموکې پرمختګ ته لاره هواروي، چې په دې لړ کې يې ټولې نيول شوې ساحې له نږدې کتلې دي.

د نوموړي په خبره؛ د خنجر۰۱۳ عملياتو لومړی پړاو لومړۍ مرحله د همدې لارې خلاصول او په دوه نورو پړاوونو کې به د مارجې، نادعلي او باباجي سیمې هم  تر دولتي حاکميت لاندې راولي، هغه د امنيتي ځواکونو په وړاندې د وسله والو مخالفينو لخوا خښ شوي ماينونه، لويه ستونزه بولي.

د هلمند امنيه قوماندان، وايي، چې په تېره اوونۍ کې وسلوالو طالبانو ته په ګرشک او نادعلي کې غټ ګذارونه ورکړشوي، چې ۱۵۰ کسانو ته يې مرګ و ژوبله اوښتې اواوس يې د جګړې مورال هم له لاسه ورکړی دی.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version