سیمه ییز خبرونه

د هلمند په مركزي زندان كې له بندينو سره ناوړه چلند كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند يوشميراوسيدونكي په مركزي زندان كې د ستونزو د حل غوښتنه وكړه.

د هلمند ولايت يو شمېر اوسيدونكيو په لښكرگاه كې د يكشنبې په ورځ(د وري۱۱)  خبريالانو ته وويل، چې د هلمند په مركزي زندان كې مو د كورنيو له غړيو سره ناوړه چلن كيږي.

د زندان چارواكي په زندان كې د ناوړه چلن ټينگار ردوي؛ خو وايي، چې له زندانيانو سره د شوې ژمنې په اړه هڅې روانې دي.

د هلمند خللكو په ډاگه كړه، چې د دولتي چارواكو له ژمنو سره سره بيا هم په نوموړي زندان كې له زندانيانو سره وهل ټكول، سپكې سپورې ويل او په خونو كې په شپو شپو يې بند ساتل هغه څه دي، چې زندانيان يې له ستونزوسره مخ كړي دي.

په زندان كې د ساتونكيو لخوا په يوه او بل نامه له زندانيانو څخه پيسې اخيستل كيږي او د بيان له آزادى يې هم بې برخې كړې دي.

دوى وايي كه، په زندان كې روان حالت دوام ولري؛ په پراخولاريونونو به لاس پورې كړي.

د هلمند والي وياند عمرځواك په زندان كې د پيسو اخيستل، وهل ټكول او ناوړه چلن ردوي او وايي، چې د زندانيانو ستونزې په دې وروستيو كې د يوه پلاوي لخوا څېړل شوي او تر اوسه پورې داسې شواهد په لاس نه دي راغلي، چې له زندانيانوسره دې بد چلن شوى وي.

د هلمند ولايت دغه اوسيدونكي په داسې حال كې د زندان په حالت اندېښنه څرگندوي، چې څه موده وړاندې د لښكرگاه مركزي زندان د تاوتريخوالي شاهد و، چې په لړ كې يې  پوليسو او بنديانو ته مرگ و ژوبله هم اوښتې وه.

Trending

Exit mobile version