روغتيا

د هلمند په ناامنيو كې خصوصي امنيتي كمپنۍ لاس لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په دې ولايت كې امنيتي مسوولين وايي، چې:

د دې ولايت په ځينو سيمو كې د خصوصي امنيتي كمپنيو ساتونكي په وسله والوغلاوو، وژنو او نورو ناامنيوكې ښكېل دي.

دوى دا هم وايي، چې:

له يادو كمپنيو يې هغه وسلې او مهمات هم نيولي، چې په ناقانونه توگه يې له ځان سره ساتلي وه.

د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال نعمت الله زهير په خپل رپوټ كې څرگندوي، چې:

د هلمند د امنيه كوماندانى د امنيت آمرسمونوال كمال الدين شېرزي د يكشنبې په ورځ(د تلې په ۱۷) خبريالانوته وويل، چې:

په دې وروستيو كې يې د هلمند كندهار د لويې لارې پرسرد نهرسراج په سيمه كې له يوې خصوصي امنيتي كمپنۍ لس ميله كلاشينكوف، دوه ميله پيكا ماشينگڼې، څه كم ۱۲۰۰د پيكا مرمۍ، شل پايې مخابرې او درې سوه فيره د كلاشينكوف مرمۍ، چې په ناقانونه توگه يې لښكرگاه ته ليږدول نيولي دي.

د ده په وينا:

د دې توكو په تړاو د امنيتي كمپنى مسوول او دوه ساتونكي نيول شوي او د دې ترڅنگ يې په نادعلي او نهرسراج كې يوه اندازه مهمات، د ماينونو جوړولو وسايل او درې كړۍ ۳۰ كيلويي ماينونه يې هم له دوه تورنو كسانو سره نيولي دي.

د هلمند والي وياند محمد داود احمدي وايي، چې د جمعې په ورځ آيساف ځواكونو د مارجې په ماتكي سيمه كې د وسله والو طالبانو مشهوركوماندان لعل محمد مشهور په نصرت ژوندى نيولى دى.

د ده په وينا، چې نوموړي پېنځلس تنه بيگناه كسان په بېلابېلو سيمو كې ښكاره وژلي اود مارجې اوسيدونكيو يې د اعدام غوښتنه كړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version