تازه خبرونه
د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې وسله والو طالبانو د دوی د هغو عملياتو په ترڅ کې چې د يکشنبې په ورځ پيل شول پکې وسله وال طالبان له هغو سيمو په شا تمبول شوي چې په همدې ورځ مخ ته راغلي وو.
نوموړی وايي د نادعلي ولسوالۍ د دې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۸ وسله وال طالبان او دوه امنيتي سرتېري چې د مارجې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمد آصف هم په کې شامل دی وژل شوي دي او يو پوليس ټپي شوی دی.
ملاخېل زياتوي چې امنيتي ځواکونه لا هم د پرمختګ په حال کې دي.