1393ټاكنې
د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د رايې اچونې درې مرکزونه پرانیستي دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات وايي كه څه هم د نوزاد ولسوالۍ په ځينو سيمو كې څه موده وړاندې چاڼيزعمليات شوي؛ خو اوس هم په ځينو سيموكې امنيتي ستونزې شته.
هغه وايي، چې د دې مركزونو امنيت اوس خوندي دى او په هغو سيمو كې، چې د ټاكنو بهيرله خنډونو سره مخ كوي؛ پلان لري، چې چاڼيزعمليات وكړي.
د نوموړي په وينا، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو له ټاكنوسره جوخت په دې ولايت كې د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين هم پيل شوى؛ خو د نوزاد ولسوالۍ په هغو سيمو كې په لوړه كچه كوكناركرل شوي، چې دا مهال په كې وسله وال طالبان شته.
د مراد په خبره، د دولت تر واك لاندې سيمو كې د كوكنارو د اړولو كمپاين دوام لري او وبه توانيږي، چې له ټاكلې موخې سره ځمكې د كوكنارو له بوټو پاكې كړي.