1393ټاكنې

د هلمند په ټاكنيزو مبارزو كې دولتي امكانات كارول كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند كې د سويل لويديځو ولايتونو خبريالانو ته په ټاكنو كې د رسنيو د كړنو او تگلارو په اړه يو ورځينى وركشاپ جوړ شو.

د ټاكنو خپلواك كمسيون اړوند د رسنيود نوي جوړشوي كمسيون يو استازي نجيب الله اڅكزي وويل، چې د تېرو دوه ورځو راپديخوا په دې ولايت كې داسې پايلې ترلاسه شوي، چې په دې ولايت كې نه يوازې ځينې دولتي مسوولين، بلكې د ولايتي شورا او ولسي جرگې يو شمېر غړي د ولسمشرۍ د نوماندانو كمپاينونه پرمخ وړي.

هغه كه څه هم د چا نوم په ډاگه نه كړ؛خو زياته يې كړه، چې په دې اړه به بشپړ راپور په مركز كې د ټاكنو د شكايتونو كمسيون ته وسپاري او له هغې وروسته به په دې برخه كې له قانون سره سم گامونه پورته شي.

په دې وركشاپ كې د هلمند د پوليسو قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگار وويل، چې تر دې مهاله د پوليسو اړوند هيڅ دولتي چارواكي په دې كمپاينونو كې برخه نه ده اخيستې او كه دا ډول پېښې وويني او يايې دوى ته په اړه معلومات وركړشي، په قانوني اقداماتو به لاس پورې شي.

په دې ولايت كې ځينې خبريالان وايي، چې دا مهال عملا د ولسي جرگې او د ولايتي شورا د ځينو غړيو لخوا ورته كمپاينونه پرمخ وړل كيږي؛ خو د ټاكنو خپلواك كمسيون او چارواكو يې په وړاندې هيڅ ډول غبرگون نه دى ښودلى.

Trending

Exit mobile version