تازه خبرونه

د هلمند په ځانمرگي برید کې ۲ پولیس وژل شوي او ۵ ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر سمونوال پاچاگل بختیار وايي، چې نن شنبه( د تلې ۱۹) د سهار په اته بجو د دې ولایت د امنیه قومناندانۍ په څلورم قراول کې یو تن ، چې پلی روان و او د پولیسو جامې یې په تن وې؛ د تلاشۍ پر مهال یې ځانته چاودنه ورکړه.
د نوموړي په وینا؛ په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي او پېنځه نور ټبیان دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې پرید کې ملکي وگړیو ته ځاني زیان نه دی رسیدلی او د برید پړه هم چا په غاړه اخیستې نه ده.

Trending

Exit mobile version