تازه خبرونه

د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې د تېرکال په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ګرمسيرد هلمند له ټولو پراخه او د امنيت له پلوه ډاډمنه ولسوالي ده، چې پراخې کرنيزې ځمکې لري.

د دې ولسوالۍ کروندګر وايي، له يوې خواكرنيز محصولات په بازارکې په ټيټه بيه پلورل کيږي، د كښت لګښتونه لوړدي او له بلې خوا د بيکارۍ کچه لوړه او د پرمختيايي پروژو څرک نه لیدل کيږي. همدا لامل دی، چې يو ځل بيا د کوکنارو د کرکيلې پر لوري خلکو مخه کړې.

د دوی په وینا؛ که د ځوانانو د وزګارتيا د له منځه وړلو له پاره کوټلي ګامونه پورته شي اړنه دي، چې کوکناروکري.

د دوی په خبره؛ په تېرکلونو کې هم د کوکنارو د بديل په برخه کې ډېرې ژمنې شوې وې، خوعملي شوي نه دي.

اوس هم فکر نه کیږي، چې بيا به هم په دې برخه کې کوم مثبت ګام پورته شي.

د ګرمسيرولسوال ايوب عمرعمري وايي، په دې ولسوالۍ کې کوکنارد تېر په څيرکرل شوي دي.

هغه دا نه مني، چې ګواکې کچه يې لوړه شوې ده.

هغه وايي، په تېرو کلونو کې هم  په دې برخه کې جدي مبارزه  شوې  او اوس هم دې مبارزې ته ژمن يو.

نوموړي د نيويارک تايمز هغه رپوت هم په کلکه رد کړ، چې ويلي يې دي په دې ولسوالۍ کې د کوکنارکرکيله څوبرابره ډېره شوې ده.

خبریال: نعمت الله زهیر.

Trending

Exit mobile version