سیمه ییز خبرونه

د هلمند په گرشك ولسوالۍ كې ۱۵ ښوونځي تړل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند د پوهنې رياست تدريسي مرستيال حاجي ناصر وايي، چې په گرشك ولسوالۍ كې ۳۸ ښوونځي شته، چې ۲۳ ښوونځي يې دا مهال فعاله او ۱۵ ښوونځي د زدهكوونكيو پرمخ تړلي پاتې دي.

د نوموړي په وينا، په فعاله ښوونځيو كې يوازې ۱۱ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې نور يې ودانۍ نه لري.

د هلمند والي محمد نعيم وايي، چې د چهارشنبې په ورځ(د وري۲۱) د دې ولسوالۍ په سمينار سيمه كې د يوه لومړني ښوونځي ودانۍ، چې څه كم نهه ميليون افغانيو پر لگښت د يو كال په موده كې جوړه شوې گټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

هغه وايي، چې ياده شوې ودانۍ لس درسي او څلوراداري خونې لري او ټولې آسانتياوې يې په پام كې نيول شوې دي.

د پوهنې رياست د چارواكوپه وينا، په گرشك ولسوالۍ كې ټول ۱۵ زره زده كوونكي شته، چې ۴ زره يې ښځينه او دا مهال په زدهكړو بوخت دي.

د يادونې وړده، چې هلمند ته د تشكيل له مخې ټول ۳۸۱ ښوونځي وركړ شوي، چې ۲۴۷ يې دا مهال د زدهكوونكيو پرمخ پرانيستې دي.

Trending

Exit mobile version