تازه خبرونه

د هلمند په گرشک ولسوالۍ کې لسگونه ميله وسلې تر لاسه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند په گرشک ولسوالۍ کې لسگونه ميله وسلې نيول شوي اود عملياتوپه ترڅ کې ۱۰ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د گرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې ۵۵ ميله بيلابيلي تومانچې په يوه مسافروړونکي موټرکې ځای په ځای شوې وې، چې د پټو معلوماتو پربنسټ ونيول شوې.

د گرشک امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله حقمل زیاتوي، په دې تړاو يوتن هم نيول شوی،چې  ترپلټنولاندې دی اوپخپل جرم يې اعتراف کړی.

دیدا د طالبانو مربوطې وسلې گڼي او وايي، چې دغه وسلي د ورانوونکیوکړنولپاره هرات ولايت ته ليږدول کيدلې.

د هلمند د گرشك امنيه قوماندان دغه راز وايي،  چې د چهارشنبې په ورځ په دې ولسوالۍ کې له ملي اردوسره گډعمليات پیل شوي، چې تردې مهاله په کې ۱۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

نوموړى وايي، دا عمليات له هغي وروسته پيل شول، چې په دې وروستيوکې وسلوالومخالفينود لويې لارې پرسرد ناامنيود رامنځته کولو هڅې ډيرې كړي دي.

Trending

Exit mobile version