سیمه ییز خبرونه
د هلمند په گرمسير كې يوې چاودنې ۱۴ تنو ته مرگ و ژوبله واړوله
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هلمند چارواكي وايي:
د هلمند په گرمسير ولسوالۍ كې د نن سهار چاودنې درې ملكي وگړي وژلي او د دوه سيمه ييزو پوليسو په گډون نهه نور ټپيان دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل وايي:
پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د گرمسير ولسوالۍ د سپار سيمې په يوه ميله ځاى كې، چې څاروې او نور توكي په كې پلورل كيږي را منځته شوې ده.
سرچينه زياتوي: چاودنه د هغو چاوديدونكيو توكو له كبله وه، چې په يوه موټر سايكل كې ځاى پر ځاى شوي ول.
د يادونې وړ ده، چې د پېښې په اړه د پلټنو له پيليدو هم خبر وركړ شوى دى.