تازه خبرونه

د هلمند څلويښت سلنه سيمه له وسلوالو طالبانو سره ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي، چې د جگړو له توديدوسره سم لسگونه ځله لوړپوړي امنيتي پلاوي دغه ولايت ته راغلي؛ خو له دې سره سره د دې ولايت امنيتي حالت مثبت بدلون نه دی موندلی او ورځ تربلې د خرابيدو په حال کې دی.

 

د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي، که د جگړې په لومړيوکرښوکې سرتېري بدل اوپه ځای يې تازه دمي سرتېري ځای پرځای نه شي؛ ليرې نه ده، چې په دې ولايت کې به نورې سيمې هم له دولتي واک څخه ووځي.

 

د ولايتي شورا ریيس محمد کريم اتل وايي، چې په دې ولايت کې روانه جگړه شپږمياشتې وړاندې له نوزاد ولسوالۍ پيل شوه؛ خو د مرکزي دولت د نه پاملرنې له کبله مرکزي سيمو ته راورسيده، چې دلته يې امنيتي ځواکونه په کابوکولو کې پاتې راغلي دي.

 

که څه هم په دې ولايت کې امنيتي چارواکي وايي، چې روانه جگړه يې مهارکړې؛ وسلوال طالبان يې په مارجه اوسنگين کې سخت ځپلي دي.

 

ځينې امنيتي سرچينې، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي، چې د مارجې لويه لار بېرته وسلوالو طالبانو تړلې او په سنگين کې هم د ولسوالۍ مرکزته نږدې شوي دي.

 

چارواکي يوازې د تازه جگړوپخلی کوي.

خبریال: نعمت الله زهير.

 

Trending

Exit mobile version