تازه خبرونه

د هلمند- کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

يو شمېرموتر چلوونکي وايي، د تېرو پېنځه ورځو راپه ديخوا د هلمند- کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

موتر چلوونکي وایي؛ کله، چې وراندې لاړشي د جګړې ښکېلې خواوې پرې ډزې کوي.

دوی همدا راز زیاتوي؛ وسلوالو طالبانو ورته ويلي، چې پر پاخه سړک مه ځئ اوهغه خامه لار، چې يوازې کوچني موتر ورباندې تللی شي تګ اوراتګ وکړئ.

د دوی په خبره باروړونکي او بس موتر پر خامه لار تګ راتګ نشي کولی، چې هم په لښکرګاه اوهم کندهار کې د خلکو مالونه بند او کار و بارته يې زيان اړولی دی.

د دې لارې په اړه هلمند والي حیات الله حیات وايي، چې وسلوالو طالبانو په لومړۍ ورځ ځينې پلګوټي نړولي وه، چې له کبله يې د درې ساعتونو له پاره دا لار تړل شوې وه؛ خو اوس موترچلوونکي کولی شي له همدې لارې کندهاراو نورو ولايتونو ته سفروکړي.

هغه زیاتوي؛ د دې لارې د خونديتوب له پاره امنيتي ځواکونه ځای پرځای شوي، چې په راتلونکي کې د تړل کيدو له ګواښ سره مخ نه شي.

د هلمند_ كندهار لویه لار، چې شاوخوا ۴۰ کيلومتره اوږدوالی لري؛ لښکرګاه له کندهاراو ګرشک ولسوالۍ سره نښلوي.

خبریال: نعمت الله زهیر

Trending

Exit mobile version