سیمه ییز خبرونه

د هندوستان په قونسلګری ځانمرګی برید له دېرشو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار په مركز جلال آباد كې د هندوستان په قونسلګرۍ ډله یيز ځانمرګي او وسله وال بريد له دېرشو زياتو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله. مسئولين وايي، په بريد كې د قونسلګرۍ د يوه افغان ساتونكي سر بېره نهه ولسي وګړي وژل شوي او دوه ويشت نور ټپيان دي.

لومړى په ښار كې د دوو چاودنو غږونه پورته شول ورپسې د جلال اباد ښار په زړه کې د هندوستان په قونسلګرۍ بريد پېل شو.

د ننګرهار د امنیی قومندان پاسوال محمد شریف امین وايي :

یوه بریدګرد قونسلګري مخې ته چاودنه وكړه او دوهم بریدګر په سيمه كې د جومات مخې ته ځانمرکی برید وكړ. دريم بريد ګر له پوليسو سره به ډزو كې وژل شوى دى.

محمد شریف امین همدارنګه وايي، په بريد كې نهه تنه ملکي وکړي وژل شوي او۲۲نورټیان دي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي په ټپیانو کې ډېرهغه ماشومان دي، چې د قونسلګرۍ ترڅنګ په جومات کې د قران کریم پرزده کړه بوخت وه.

د امنیې قومندان وايی په پېښه کې د هندوستان د قونسلګرۍ كار كوونكو او ودانۍ ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.

له بلې خوا يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې په بريد كې يو پوليس وژل شوى او درې ټپيان دي.

چاودنې ځواكمنې وې، چې له كبله يې د نږدې كورنو ښيښې هم ماتې شوې دي.

د جلال اباد د سیمه ییز روغتون مسئول ډاکتر ذهیروايي، چې دپېښې له ځای څخه ۲۲ټپيان او نهه جسدو نه وروړل شوي دي، چې ټول عام وکړي دي.

افغان چارواکي د پېښې پړه پروسله والومخالیفینو اچوي، خو طالبانو په بريد كې لاس لرل رد كړي دي.

د یادونې وړده، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د سره صلیب پرسیمه ییز دفتر ورته برید شوی و، چې چا يې مسئوليت پر غاړه وا نه خيست.

Trending

Exit mobile version