نړۍ

د هندي سینما نومیالی لوبغاړی دلیپ کمار په ۹۸ کلنۍ کې ومړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۴۰۰)

د هندي سینما نومیالی، د سیمې او نړۍ ولسونو ته خوږ او ګران فلمي لوبغاړی دلیپ کمار د چارشنبې پر سهار د ۹۸ کلنۍ پر عمر له ورپېښې ناروغۍ مړ شو.

د هندي سینما فلمي لوبغاړی محمد یوسف خان یا دلیپ کومار پر ۱۹۲۲ زېږدیز / ۱۳۰۲ لمریز کال په پېښور کې زیږیدلی، په ۱۹۴۰ / ۱۳۲۹ کال کې یې ځان دلیپ کومار ونوماوه او له هندي سینما سره یې خپلې هنري هڅې پیل کړې.

د چارشنبې پر سهار د هغه یو خپلوان فیصل فاروقي د نوموړي په ټویټر کې څرګنده کړه: په خواشینۍ به څو دقیقي وروسته د خپل خوږ او زړه ته نږدې ښاغلي دلیپ مړینه په ډاګه کړم.

له دلیپ کمار څخه یوه میرمن سایره بانو پاتې شوې، چې د تېرې پېړۍ د ۶ او ۷ میلادي لسیزې نومیالۍ سینمایي لوبغاړې ده.

Trending

Exit mobile version