تازه خبرونه

د هندي مرستو د لېږد لپاره دې د افغانستان باري موټر وکارول شي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۴۰۰)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی له خاورې افغانستان ته د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو او طبي تجهیزاتو د مرستې لېږدولو ته اجازه ورکړ شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ حکومت پرېکړه کړې، چې له واګې بندره به افغانانو ته د هندي مرستو د لېږد لپاره د افغانستان خپل باري موټر وکارول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دغه پرېکړه په اسلام آباد کې د هند سفارت چارسمبالي ته استول شوې، چې وروستۍ هڅې هم تر سره کړي.

په افغانستان کې وروستیو سیاسي تحولاتو او بشري ناورین ته په کتو هند پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د پنځوس زره ټنو غنمو او یو شمېر طبي وسایلو مرسته وکړي.

پاکستان مخکې ویلي وه؛ هندي لاریو ته به اجازه ورکړي، چې له دې لارې تېر شي او مرسته شوي غنم او تجهیزات به د پاکستانيو لاریو او یا په پای کې د افغانستان د لاریو له لارې نه یوازې ولېږدوي، بلکې د لېږدولو لګښت به یې هم هند پرې کوي.

د افغانستان د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا ۲۰ کلنه جګړې پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره د نړیوالو موسسو نغدي مرستې وځنډېدې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version