تازه خبرونه

د هند او افغانستان تبلیغاتو پاکستان ضد افکار زېږولي-سرتاج عزیز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دپاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایي،چې د افغانستان او هند د تبلیغاتو له کبله په امریکا کې د ځینو روڼ اندو او نظرخاوندانو لیدلوری د پاکستان په تړاو بدل شوي دی.

هغه د چهارشنبې په ورځ په ډاګه کړه؛ د امریکا یوازې یوه برخه روڼ اندي او د نظرخاوندان فکر کوي، چې باید پاکستان  ته د دښمن په سترګه وکتل شي.

سرتاج عزیز په یوه تلویزیوني مرکه کې ادعاوکړه، چې په امریکا کې دا اندېښنې د افغانستان اوهند د تبلیغاتو له کبله رامنځته شوي.

د نوموړي په وینا ، دا تبلیغات سبب شوي، چې د کانګرس ځینې غړي پاکستان ضد نظر خپل کړي. 

دا په  داسې حا کې ده، چې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد تېره ورځ د امریکا قانون جوړونکیو ته وویل، پاکستان د افغانستان د اوسني دولت د راپرځولو په هڅه کې دی.

هغه دغه راز ویلي، چې پاکستان دا مهال د ترهګرو یو ملاتړی هېواد دی. په دې کې شک نشته، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي سازمان یې (آی اس آی)  له حقاني شبکې ملاتړ کوي، چې امریکا یې یو ترهګر سازمان بولي. دا هم روښانه ده، چې د پاکستان پوځ او استخبارات طالبانو ته پناه ځایونه او ملاتړ برابروي، چې یوه بنسټ پاله ډله ده.  د نیابتي وسیلو په توګه له بنسټ پالو او ترهګرو د پاکستان استفاده، ائتلاف او افغان ځواکونو او ملکیانو ته یو جدي ګواښ دی. په واقعیت کې د پاکستان سیاست د  افغانستان د روانې جګړې اصلي علت دی. که مونږ غواړو، چې ترهګرو ته په ماتې ورکولو کې بریالي شو، باید ورسره مقابله وکړو.

خلیلزاد غواړي، چې په امنیت شورا کې دې له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ او پر افغانستان د هغه هېواد د تېري مساله را پورته او امریکا باید هغه اسناد هم افشا کړي، چې له ترهګرو او د نشه یي توکو له قاچاق د پاکستان د ملاتړ مسالې په کې ذکر شوي دي.

Trending

Exit mobile version