تازه خبرونه
د هند او امریکا تر منځ د لوی جنګي تړون د لاسلیک هڅې روانې دي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشربارک اوباما او د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي به د اګست په دېرشمهد دې لپاره په واشنګتن کې سره ګوري، چې د دواړو هېوادونو تر منځ یو لوی جنګي تړون لاسلیک کړي.
د امریکا مشهوره مجله فوربس لیکي، چې دغه تړون به د هند له خوا د دغه هېواد د دفاع وزیر منوهر پریکار امریکا ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې لاسلیک کړي.
فوربس دغه تړون د لوجیسټيکي تبادلې د پوهاوي تړون په نامه یاد کړی او وایي، چې د هند او امریکا دواړو لپاره ډېر اهمیت لري.
د دغه تړون له مخې به دواړه هېوادونه یو د بل تأمینات، اضافی پرزې، خدمتونه او سون توکو د بیا اخیستنې آسانتیاوې کاروي.
د تړون په نافذیدلو به د متحده ایالاتو وسلوال ځواکونه کولی شي، چې د هند له بېسونو او هند د امریکا له بېسونو ګټه پورته کړي.