تازه خبرونه
د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې په ګټه ندی – اسلامي امارت
د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چارشنبه) خبرپاڼه کې د سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ له لارې حل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدا په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ د سیمې پر ګټه ندی.
د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چارشنبه) خبرپاڼه کې د سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ له لارې حل کړي.
د چارشنبې پر ورځ هند په کشمیر کې د تېرې میاشتې د ترهګریز برید په ځواب کې د پاکستان پر خاوره هدفي پوځي عملیات ترسره کړل، چې نوی ډیلي یې پاکستان ته منسوبوي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هند هوايي بریدونه وغندل او خبرداری یې ورکړ، چې هېواد به یې دې ” چنګي عمل” ته پرېکنده ځواب ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی: “پاکستان د هند حق لري، چې دې تحمیلي جنګي عمل ته بشپړ ځواکمن ځواب ورکړي او دا ځواب د پلي کېدو په حال کې دی.”
له دې بریدونو وروسته د پاکستان د ملي امنیت کمیټې نن سهار یوه بېړنۍ غونډه وکړه او اسلامآباد همهاله د هند شارژډافیر احضار کړ او هغه ته یې د احتجاج رسمي یادښت وسپاره.
د چارشنبې پر ورځ د تاوتریخوالي د کمولو نښې هم ولیدل شوې.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلامآباد، لاهور او کراچۍ څو ساعته تړل شويو هوايي ډګرونه بیا فعالیت پیل کړی دی.
په هند کې لومړي وزیر نریندرا مودي د امنیت په اړه د کابینې له کمیټې سره یوه ځانګړې غونډه وکړه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مودي کروشیا، هالینډ او ناروې ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی.
د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې هم راپارېدلي، چې په دې د جنوبي آسیا لپاره یو لوړ پوړی شنونکی مایکل کوګلمن ویلي، چې د هند لخوا په پاکستان وروستي بریدونه په وروستیو کلونو کې د هېواد ترټولو سخت او پراخ ول او تمه ده، چې د پاکستان ځواب به “پرېکنده او ګټور” وي.
هغه زیاته کړې: “دا دواړه حکومتونه ځواکمن پوځونه لري او سره له دې، چې اټومي وسلې لري؛ دوی د یو بل پروړاندې د دودیز پوځي ځواک له کارولو څخه ډډه نهکوي. د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر رښتینی دی او چټک زیاتېدلی شي.”
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د سېشنبې پر شپه اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش له دواړو هېوادونو د بشپړ زغم غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې نړۍ د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړې زغم نشي کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند کورنیو چارو وزارت د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د ملکي دفاع تمرینونو د ترسره کولو غوښتنه کړې، چې هندیان او امنیتي ځواکونه د “دښمن له احتمالي بریدونو” سره د مقابلې لپاره چمتو شي. دا ډول تمرینونه په هند کې په عادي وختونو کې ډېر کم ترسره کېږي.
