سیمه ییز خبرونه

د هند داكتران او افغان ژباړونكي له ناروغانو ډېرې پيسې اخلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

هغه افغانان، چې د درملنې لپاره هندوستان ته ځي وايي، چې:

هندي روغتونونه له افغان ژباړونكو سره خبرې كړي، چې دغو روغتونونو ته د يو ناروغ په ورپېژندلو د ناروغ پر درملنه د لگيدونكو پيسو پنځوس سلنه افغان ژباړونكو ته وركړي.

د هندوستان په پلازمېنه ديلي كې د مكس ساكټ روغتون نوي سلنه ناروغان افغانان دي، چې د د مجهزو روغتيايي امكاناتو د نه شتون له كبله درملنې ته ورځي.

افغان ناروغان وايي، چې:

دغه روغتون له ناروغانو څخه ډېرې پيسې اخلي.

د دغه روغتون په يوې كوټه كې يو افغان،  چې خپل ناروغ پلار يې د درملنې لپاره دغه روغتون ته راوړى؛ د اريانا تلويزيون خبريال ته څرگنده كړه ، چې:

په دې روغتون كې د روغتيايي كاركوونكو د بې پروايۍ له كبله مې پر پلار د زړه حمله راغلې او له ساعتونو هڅو وروسته وتوانيدم، چې له خپل پلار سره د مرستې لپاره يو روغتيايي كاركوونكى ومومم.

د دغه روغتون چارواكو په دې اړه له څه ويلو چپتا گڼلې ده.

دا په هندوستان كې يوازنى روغتون نه دى، چې افغان ناروغانو ته ستونزې جوړوي، بلكې اوس د هندوستان ټول روغتونونه او ان واړه كلينكونه هم له افغان ناروغانو څخه څو برابره ډېرې پيسې اخلي.

Trending

Exit mobile version