سیمه ییز خبرونه

د هند درې ښارونه د دیوالي له کلنۍ ننداریزې وروسته د نړۍ په لس ککړو ښارونو کې راغلل

Published

on

د هند درې ښارونه د دوشنبې پر سهار د دیوالي له کلنۍ ننداریزې وروسته د ککړتیا له پلوه د نړۍ په لس بدو ښارونو کې راغلل، چې په کې ډېری پتاکۍ کاریږي.

د سویسي ټولنې IQAir د راپور له مخې؛ د هند پلازمېنې نوي دیلي د ککړو ښارونو په نوملړ کې لومړی ځای نیولی او د هوا د ککړتیا شاخص یې ۴۲۰ دی، چې تر ټولو خطرناک حالت دی.

د ختیځ هند کلکتې ښار د هوا د ککړتیا په برخه کې د نړۍ په ۱۰ ډېرو بد ښارونو کې د ۱۹۶ککړتیا پر لرلو څلورم ځای خحپل کړ. په داسې حال کې، چې مالي پلازمېنه ممبي د۱۶۳ ککړتیا سرهد  شاخص له مخې اتم ځای لري.

د هوا د کیفیت شاخص له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې روغ خلک اغېزمنوي او پر ناروغیو اخته خلکو لپاره پوره خطرناکه هوا ده. په داسې حال کې، چې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې هغو خلک ځوروي، چې د تنفس، سږو او زړه له ستونزو سره مخ دي. له صفر څخه تر ۵۰ پورې بیا مناسب حالت ګڼل کیږي.

په نوي دیلي کې د یکشنبې له شپې راپدیخوا د دوړو یوه پراخه طبقه ګرځي، چې له نیمې شپې وروسته د هوا د کیفیت شاخص یې ۶۸۰ ته ورسید.

هر کال چارواکي د هند په پلازمېنه دیلي کې پر پتاکيو بندیز لګوي؛ خو دا بندیزونه ډېر لږ پلي کیږي.

په هند کې د هوا کیفیت هر کال له ژمي څخه مخکې خرابیږي. کله، چې سړه هوا د موټرو، صنعت، ساختماني دوړو او د کرنیزو کثافاتو سوځول ککړتیاوې رامنځته او هوا خرابوي.

Trending

Exit mobile version