تازه خبرونه

د هند د بشري مرستو لومړۍ ټولګه کابل ته راورسېده

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۱, ۱۴۰۰

د هند د بشري مرستو لومړۍ ټولګه د شنبې پر ورځ د لیندې۲۰) کابل ته رارسېدلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د درملو په ګډون به دغه مرستې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازیو ته وسپارل شي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هند له افغانستان څخه د سیکانو او هندوانو په ګډون له سل ډېر کسان هند ته لېږدولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د ایستلو په دې پلان کې لس هندي وګړي او ۹۴ افغان هندوان او سکهان له کابل څخه ډیلي ته لېږدولي دي.

هند ویلي، چې په کابل کې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له پیل راپدیخوا ۶۶۹ کسان د ۴۴۸ هنديانو او ۲۰۶ افغانانو په ګډون په هند ځای پر ځای شوي دي.

Trending

Exit mobile version