سیمه ییز خبرونه

د هند د دفاع وزارت يو ځل بيا له افغانستان سره پوځي همكاريو ته چمتوالى ښودلى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د دفاع وزارت د هندوستان له خوا د پوځې همكاريو د چمتوالي هر كلى كړى او ويلي دي، چې دا همكارۍ به د هغه تړون له مخې تر سره كېږي، چې د دواړو هېوادونو تر مېنځ په امنيتي برخه كې لاسليك شوى دى.

له دوه كلونو كم وخت كېږي، چې افغانستان او هندوستان په بېلابېلو برخو كې په ځانګړې ډول د امنيت په برخه كې د همكارۍ په موخه د ستراتيژيكو همكاريو تړون لاسليك كړى دى.

كه څه هم د دغه تړون په باب او په ځانګړې ډول له هند څخه د پوځي تجهيزاتو د غوښتنې په باب ډېر جزئيات ورنكړل شول، خو هند ژمنه وكړه، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې پراخې كړي.

په تازه رپوټونو كې وېل شوي، چې د هند د دفاع وزير ايكه انتوني، چې د دغه هېواد پارلمان ته يې وېنا كوله ويلي، چې دوى به افغان امنيتي ځواكونه تجهيز كړي.

د هند د فاع وزیر همدارنګه زیاته کړه، چې هندوستان په ۲۰۱۱ كال كې له افغانستان سره د ستراتيژيكو همكاريو تړون لاسليك كړ، او د دغه تړون له مخې دواړه هېوادونه كولاى شي، چې له يو بل سره پوځي همكاري ولري، مونږ پرېكړې ته رسېدلي يو، چې د افغانستان له پوځ سره د تجهيز، ښوونې روزنې، او د ظرفيتونو د لوړولو په برخه كې مرسته وكړو.

په همدې حال كې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي:

دغه مرستې د دواړو هېوادونو تر مېنځ د ستراتيژيكو همكاريو د تړون په بنسټ تر سره كېږي.

نوموړی زياتوي، چې د هندوستان له خوا د ورځ تر بلې د مرستو د ژمنو د زياتېدو تر څنګ د تړون د لاسليك څخه را په دې خوا د همكاريو په برخه كې د هندوستان له خوا كومه ستونزه نه ده را مېنځ ته شوې.

هندوستان په داسې حال كې د افغان امنيتي ځواكونو د تجهيزولو او ښوونې روزنې ته د چمتوالي خبر وركوي، چې تر راتلونكو څو مياشتو پورې به ټول افغانستان امنيتي مسئوليتونه افغان امنيتي ځواكونو ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version